د بدخشان په کران او منجان ولسوالۍ کې د طالبانو بريدونه په شا وتمبول شول

کابل / د چنګاښ ۱۹مه / باختر
د بدخشان په کران او منجان ولسوالۍ کې نن سهار د وسله والو طالبانو بريدونه په شا وتمبول شول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کران او منجان ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو استازى قاري عبدالقدير نيازی وايي چې وسله والو طالبانو د پاکستاني طالبانو په ملاتړ له درېو لورو د بدخشان د کران او منجان ولسوالۍ پر امنيتي او دفاعي پوستو بريدونه وکړل چې د افغان ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو له سخت مقاومت سره مخ شول او د تلفاتو په ورکولو سره په شاتک ته اړ شول.
هغه زياته کړه: په دغو پېښو کې ۴ وسله وال طالبان ووژل شول او ٣نور یې ټپيان شول.
د بدخشان کران او منجان ولسوالي له نورستان، پنجشېر او تخار او ډيورنډ فرضي کرښې سره ګډه پوله لري.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته