امنیت

د بدخشان په يمګان ولسوالۍ دطالبانو ناکام بريد

کابل باختر دلړم دمياشتي دريمه :
دبدخشان ولايت په يمګان ولسوالۍ دطالبانو پراخ بريد تيره شپه په شاوتمبول شو.
دبدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال سخيداد حيدري دباخترآژانس  خبريال ته وويل: دطالبانو پراخ بريد تيره شپه ددغه ولايت په يمګان ولسوالۍ پيل شوي و  چې دامنيتي ځواکونو  له خوا په شاوتمبول شو .
ده وويل په دې جګړهکې پنځه تنه وسله وال  طالبان ووژل شول او اووه تنه نور يې ټپيان شول او يوه اندازه  وسلې اومهمات هم دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .
ده زياته کړه: په دې جګړه کې درې تنه پوليسان هم ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته