د بدخشان په ولایتي روغتون کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت یوه ودانۍ جوړېږي
کابل، د لېندۍ لومړۍ نېټه، باختر
د بدخشان په ولایتي روغتون کې د جدي څارنې څانګې (ICU) لپاره د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې معیاري ودانۍ د جوړوېدو چارې پیل شوې دي.
د یاد ریاست مرستیال قاري نذیر احمد خالد باختر آژانس ویلي چې دغه ودانۍ د عامې روغتیا وزارت په مالي ملاتړ د ۶۰ ملیلونه افغانیو په لګښت د ولایتي روغتون په ۷۵ متره مربع ساحه کې په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي توګه جوړېږي.
د خالد په وینا، د (ICU) دغه څانګه به په ټولو معیاري او پرمختللي طبي وسایلو سمبال وي او د ۱۰ بسترونو ظرفیت ولري.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغه ودانۍ د جوړولو موخه د بدخشان ولایت ټولو جدي ناروغانو ته د غوره طبي خدمتونو وړاندې کول، د مرګ ژوبلې کچې راټيټول او د خلکو روغتیايي اړتیاوې پوره کول دي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د هېواد په لرې پرتو سیمو کې ورته ګڼ شمېر روغتیايي مرکزونه جوړ شوي یا د جوړېدو په حال کې دي، چې هېوادوالو ته په روغتیايي خدمتونو کې د پام وړ اسانتیاوې برابرې کړې دي.