د بدخشان په نسي ولسوالۍ کې د طالبانو بريدونه په شا وتمبول شول

کابل / د چنګاښ ۱۱مه / باختر
افغان ځواکونو تېره شپه د بدخشان په نسي ولسوالۍ د وسله والو طالبانو بريدونه په شا وتمبول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په بدخشان کې امنيتي خبرځايونو رسنيو ته ويلي دي چې امنيتي او دفاعي ځواکونو د دغه ولايت په نسي ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو د طالبانو بريدونه په شا تمبولي دي.
ويل کېږي په دغو بريدونو کې وسله والو طالبانو ته د سر زيان اوښتی دى چې دقيق شمېر به يې وروسته اعلان شي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته