ټولنه

د بدخشان په ارګوکې دپلټنې عمليات له سره پيل شول

کابل- باختر د ثور دمياشتې ١٧
دبدخشان ولايت سيمه ييزو مقاماتو له خاوروڅخه د مړو د ايستلو لارښوونه صادره کړه.
دغه تصميم په ارګو ولسوالۍ کې د قربانيانو او بندپاتې شويو د يو شمېرکسانو په غوښتنه نيول شوى دى.
د بدخشان د والي ويندوى احمد نويد فروتن دباختر آژانس خبريال ته وويل: پرون ددغوقربانيانو د يوشميرپاتې کسانو د غوښتنې له مخې په سيمه کې د مړو د ايستلو لپاره دپلټنې عمليات پيل شول.
په دغو عملياتوکې څه دپاسه يو سلو پنځوس تنه د يوم اوګلند په لومړنيو وسايلو سره د دغه ولايت د ادارې له خوا موظف شول او ويې کولاى شول شپږ مړى له خاورو څخه راوباسي.
د قربانيانو د يوشمېر پاتې کسانو له خوا د مړو د ايستلو غوښتنه هغه وخت ترسره شوه چې مقاماتو په سيمه کې د مړو د ايستلو لپاره د پلټنې عمليات بندکړل او دغه سيمه يې د شهيدانو د ډله ييز قبر په توګه وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته