د بدخشان ولايت د ښارجوړولو د رياست د ودانۍ د جوړولو کار بشپړ شو

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٨
د بدخشان ولايت د ښارجوړولو د رياست د ودانۍ د جوړولو کار بشپړ او د ښار جوړولو د چارو د وزير له خوا پرانستل شوه.
د دغې ادارې ودانۍ د آلمان په مرسته د ٢٣ مليونو افغانيو په لګښت جوړه شوې ده.
دغه ودانۍ ١١ اداري خونې، د کنفرانس سالون، سولري بريښنا او نور ضروري ملحقات لري چې په نهو مياشتوکې جوړه شوې ده.
ټاکل شوې ده د آلمان پرمختيايي بانک د کمپيوټرونو، موبل او فرنيچر او فرش په ګډون د دغې ادارې نور دفتري لوازم هم د دغې ادارې په واک کې ورکړي.
د ښارجوړولو د چارو وزير سيد منصور سادات نادري چې له يو شمېر عالمانو، د ولايتي شورا له غړو او د فيض آباد ښار له مشرانو سره وکتل؛ دخبرو په ترڅ کې يې وويل: سږکال په هيوادکې د وزګارتيا مسئله جدي او د انديښنې وړ ده او د هيواد يو زيات شمېر ځوانان د وزګارتيا له امله تښتي او د ملي وحدت حکومت په دې لټه کې ده چې د کار موندلو له لارې د کار د ځواک د تښتې مخه ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته