ټولنه

د بدخشان ولايت دناتار په وړاندې نړيوال غبرګونونه .

نړيوالې خبري منابع  باختر د ثور  څوارلسمه :
په بدخشان ولايت کې دځمکې ښوئيدنې  له امله دسلګونو تنو وژل کيدل له نړيوالو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي .
دباختراژانس دخبر له مخې يو شيمر هيوادونو او نړيوالو بنسټونو دبدخشان ولايت په ارګو ولسوالۍ کې  دځمکې ښوئيدنې  په پيښه کې  دسلګونو تنو دوژل کيدو له امله  ژور خپګان  او خواشيني  څرګنده کړې ده .
دامريکا دمتحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما ددغې پيښې دقربانيانو پاتې کسانو ته د ډاډګيرنې  مراتب څرګند کړى دى او ټينګار يې کړى دى چې دامريکا خلک په دې غم او خپګان کې دافغانستان له خلکو سره شريک دي .
  اوباما په يو پيغام کې ويلي دي چې دامريکا دخلکو په استازيتوب دخپلې ډاډ ګيرنې مراتب دافغانستان خلکو ته څرګندوم او دامريکا خلک په دې غم اوخپګان کې دافغانستان له خلکو سره شريک دي .
ده زياته کړې ده موږ چمتو  يو چې په دې ناتار کې دافغانستان له خلکو سره مرسته وکړو .
که څه هم په افغانستان کې زموږ جګړه د روان کال تر وروستيو وختو پورې پاى ته رسيږي خو موږ دافغانستان له خلکو سره په خپلو ژمنو ولاړ يو .
ايران ديوې وينا په خپرولو سره ددغې طبيعي پيښې له  امله خپګان څرګند کړ ى دى .
دايران دجمهور رييس  په وينا کې ويل شوي دي دايران داسلامي جمهوريت د ډاډګيرنې او همدردۍ مراتب ددوست  ورور ګاونډي هيواد افغانستان دولت او خلکو او ددغې زړه بوږ نوونکي پيښې پاتې کسانو ته څرګندوم .
دپاکستان صدراعظم نوازشريف هم ددغه هيواددخلکو اوحکومت په استازيتوب دخپلې ډاډ ګيرنې او خواخوږۍ  مراتب دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي او خلکو ته څرګند کړي دي .
دملګروملتوسازمان هم ددغې پيښې له امله دخپلې ډاډ ګيرنې مراتب دقربانيانو پاتې کسانو ته څرګندکړي دي اوله مصيبت ځپلو کسانو سره يې دخوراکي توکو او درملو د مرستې خبر ورکړى دى .
ددغه سازمان په ويناکې ويل شوي دي چې دملګروملتو سازمان دسره صليب  له نړيوال سازمان او له نورو مرستندويو  مرکزونوسره په همغږۍ  کې ددغې پيښې له  مصيبت ځپلو کسانو سره لومړنۍ مرستې برابرې کړي دي چې خوراکي توکي دروغتيايي مرستې پکې شاملې دي .
دبدخشان ولايت دارګو ولسوالۍ په اب باريک کلي کې دځمکې  ښوئيدنې  پيښه رامنځته شوې  ده اوزيانمن شوي کسان بيړنيو مرستو ته اړتيا لري .
دباختراژانس دخبر له مخې، په بدخشان  ولايت کې په دولتي چارواکو سربيره دجمهوري رياست ددويم مرستيال محمد کريم خليلي په مشرۍ اويو شمير  وزيرانو او دملي او نړيوالو مرستندويو موسسو دمسوولينو په ګډون  يو جګپوړي  هيئت دبدخشان ولايت ته سفر کړى دى چې دژغورنې او دلومړنيو مرستو دويش دعملياتو د رهبرۍ تر څنګ دپيښې دڅرنګوالي، دسردزيان او دخلکو د ټپي کيدو د څرنګوالي په باره کې  به دجمهوري رياست ته رپوټ وړاندې کړي . 
په همدې حال کې نن ديکشنبې ورځ دافغانستان داسلامي  جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي له خوا ديوحکم په صادرولو  سره ملي ماتم اعلام شوى دى او دافغانستان  په دننه په وزارتونو او دولتي موسسو او له هيواد څخه په بهر کې  دافغانستان دسياسي نمايندګۍ  دپاسه بيرغونه نيم ځوړند وي
دغه پيښه دهيواد دشمال په څلور ولايتونوکې دسيلاونو دراوتلو څخه يواځې يوه اوونۍ وروسته رامنځته کيږي ددغوسيلاونو له امله هم په لسګونو تنه ووژل شول او يو زيات شمير کورونه ويجاړ شول .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته