خبرونهټولنه

د بدخشان له مرکز سره د لسو ولسوالیو لارې تړل شوې دي

کابل، د غوایی ۲۹ مه، باختر

د بدخشان سیمه ییزو مسوولینو د دغه ولایت له مرکز سره د لسو ولسولیو لارو د تړل کېدو خبر ورکړی دی.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس انجنیر ذبیح الله امیري د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې نن سهار د ارغنجخواه ولسوالۍ په آب افچک سیمه کې د فیض آباد – بهارک لویه لاره د سېلابونو راوتو په پایله کې د ترافیکو پرمخ تړل شوې چې له امله یې د بهاک، جرم، یمګان، کران او منجان، شهدا، وردوج، زیباک، اشکاشم، واخان، شغنان او مایمي ولسوالیو لارې له مرکز فیض آباد سره تړل شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې اوس مهال لسګونه مسافر وړونکي موټر د سړک دواړو غاړو ته بند پاتې دي او د لارې د پرانیستو په تمه دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته