اقتصاد

د بدخشان د کانونو عوايد زيات شوي دي

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٦
د بدخشان ولايت د کانونو عوايد د روان کال په بهيرکې د تيرکال په پرتله زيات شوي دي .
دبدخشان ولايت دکانونو رييس محمد اکبر انوري د باختر آژانس خبريال ته وويل: د بدخشان ولايت د کانونو عوايد د زياتيدو په حال کې دي او هيله کيږي چې په راتلوونکو کلونوکې نور هم زيات شي.
انوري زياته کړه: په وروستيوکلونوکې د بدخشان د کانونو عوايد له پنځو څخه تر يوولسو مليونو ډالرو پورې و، خو په ١٣٩٣ کال کې ديرشو مليونو افغانيو ته زيات شوي دي او هلې ځلې دوام لري چې په روان مالي کال کې دغه اندازه زياته شي.
دمسوولينو د څرګندونو له مخې: په بدخشان کې ډول ډول کانونه شته او هغه کانونه چې ايستل کيږي؛ د لاجوردو ، سرو زرو، بيروجو، لعل او نيمه قيمتي ډبرې شاملې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته