خبرونهاقتصادټولنه

د بدخشان د کانونو او پټرولیم ریاست روان کال نږدې ۷۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي

کابل، د لړم ۲۸مه، باختر

د بدخشان د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ۶۲ ډوله ګرانه بیو، نیمه ګرانه بیو ډبرو او فلزاتو پر استخراج د بندیز سربېره یې نږدې ۷۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست د کادستر عمومي مدیر عتیق الله په مرکز فیض آباد کې د سیمه ییز اقتصادي سېستم د ودې په موخه جوړه شوې غونډه کې وویل چې دغه ریاست د روان کال په اتو میاشتو کې یې ۷۳ میلیونه او ۹۴۸ زره افغانۍ عواید راټول کړي او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.

تر دې وړاندې د بدخشان د کانونو او پټرولیم رييس مولوي عبدالخبير نظامي ويلي و، چې په بدخشان کې د ٦٢ ډوله قيمتي، نيمه قيمتي ډبرو او فلزاتو د استخراج کار تر هغه وخته پورې تړلى دى، څو چې يې رسمي قرارداد نه وي شوی.

په ورته وخت کې د اقتصاد رئیس قاري عبدالباسط لطیفي وايي، چې په اوسني وضعیت کې اسلامي امارت د لویو ملي پروژو لکه د قوشتې تېپې کانال او سالنګ د لویو لارو د جوړولو لګښتونه ورکوي نو په کار ده چې د کانونو استخراج په رسمي او ښه توګه مدیریت شي.

له بلې خوا د دغې غونډې يو شمېر ګډونوالو د کانونو د قانون او تګلارو د تطبيق، د چاپېريال ساتنې د قانون د ساتنې او د داسې متخصصينو د روزنې غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کې دغه تشې ډکې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته