د بدخشان د ولسي تړون کارکوونکو زده کړې وکړې

کابل باختر دوري دمياشتې ٧ نيټه :
په بدخشان ولايت کې د ولسي تړون شپيتو تنو کارکوونکو له يو روزنيز پروګرام څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل .
د بدخشان ولايت د ولسي تړون د پروګرام مسوول  انجينر عبدالولي زاهد پرون د باخترآژانس  خبريال ته وويل  چې د دغه پروګرام برخه والو ته د ولسي تړون  د پروګرامونو هدفونه بيان شول .
سرچينه زياتوي چې په پروګرام کې برخه اخيستونکي به د ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليو کې د ولسي تړون دپروژو دتطبيق او د خلکو د پيوستون مسووليت په غاړه ولري.
انجينر زاهد له نويو استخدام شويو کارکوونکو څخه وغوښتل چې خپل کارونه  په صداقت  اوشفافيت سره ترسره کړي څو د دغه پروګرام په مټ وکولاى شو د خلکوپه   ژوندانه کې مثبت بدلون رامنځته شي.
ده وويل د ولسي تړون  پروګرام د بدخشان ولايت د مرکز په ګډون په اتو ولسواليو کې تطبيقيږي  اوپه دغو ولسواليو کې په سلګونو پرمختيايي شوراګانې ترپوښښ لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته