کابل باختر دثوردمياشتې ٤ نيټه :
د بدحشان ولايت دمدني ټولنې فعالينو د دغه ولايت د اوسيدونکو د هڅونې لپاره نن د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې مرکزونو ته لاړل او نومونه يې وليکل.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ د بدخشان ولايت دمدني ټولنې د مجتمع ريېس سيف الدين سايس وويل ؛ چې په انتخاباتو کې ګډون يوازينې لاره ده چې خلک کولاى شي روانې ناخوالي پاى ته ورسوي او خپل راتلوونکى ښه کړي.
د بدخشان ولايت د انتخاباتو دکميسيون د ولايتي دفتر سرپرست حميدالله بلوڅ په بدخشان کې له ټولو بېلابېلو بنسټونوڅخه وغوښتل چې دانتخاباتو لپاره د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې لپاره خلک وهڅوي.پاى ج ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ