ټولنه

د بدخشان د برېښنا رسونې قرار داد لاسلیک شو

کابل/باختر/ د زمري لومړۍ
د بدخشان د برېښنا رسونې قرار داد پرون په مالیې وزارت کې لاسلیک شو.
دغه قرارداد د۶۳۱ ملیونو ډالرو په ارزښت د مالیی وزارت د سرپرست او په بنسټیزو چارو کې د جمهوري ریاست د جګپوړي سلاکار، همایون قیومي او د آغا خان بورد د اجراییه رییس لطاف کاسم تر منځ لاسلیک شو .
د باختر آژانس د خبر له مخې، د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي د دغه قرار داد د لاسلیکولو په وخت کې وویل: په خصوصي برخو کې د انرژۍ په تولیدولو باندې پانګه والي د حکومت له پالیسیو او مهمو هدفونو څخه ده.
هغه زياته کړه، د بدخشان د برېښنا رسونې په پروژه کې د مزوغځول، د برېښنا تولید او د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د اوبو د برېښنا پرمختیا شامله ده.
هغه زیاته کړه، په  دغه پروژه کې په مجموعي ډول د۹۱  میګاواټه برېښنا تولید، د۱۱۰کیلو ولټه مزو غځول او د بدخشان ټولو ولسوالیو ته د برېښنا وېشل شامل دي چې د عامه او خصوصي ګدون له لارې به تطبیق شی.
د آغاخان د بورد اجراییه رییس وویل: بدخشان ته د برېښنا رسونې ياده پروژه د دغه ولایت د اوسیدونکو د ستونزو د حلولو ترڅنګ په نورو برخو هم زیاته اغیزه لري.
د یادونې وړ ده چې، د دغې پروژې د قرارداد وخت ۳۰ کاله دی چې په څو پړاوونو کې تطبیق کېږي.پای شګریه

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته