د بايسکل ځغلولو سيالۍ ترسره شوه

کابل باختر د چنګاښ دويمه :
د باميانو ولايت د بايسکل ځغلولو د ټيم ورزشکارانو د کولمبو پلان او د پوهنې او د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د رياستونواو د بدني روزنې د آمريت د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د نړيوالې ورځې په مناسبت کوکنارو ته د (نه ويلو) ترشعار لاندې د بايسکل ځغلولو سيالۍ ترسره کړه .
د باميانو د والي مرستيال محمد آصف مبلغ د باختر آژانس خبريال ته وويل: موږ د دغوسياليو له ترسره کوونکو څخه مننه کوو او نشه يي توکي يې ځوانانو ته د زيانمن کيدو عامل وباله او له عالمانو، ښوونکو او مخوروکسانوڅخه يې وغوښتل چې په همغږۍ سره له دغې کرغيړنې پديدې سره مبارزه وکړي.
دغه راز دنجونو په برخه کې طاهره او د هلکانو په برخه کې مهدي محمدي د دغو سياليو لومړى مقام وګاټه.