ورزش

د بايسکل ځغلولو د ملي ټيم نجونې پاکستان ته سفر کوي

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٤
د نجونو دبايسکل ځغلولو ملي ټيم په راتلوونکې اوونۍ کې د تمرينونو داجراکولو په مقصد پاکستان ته سفر کوي.
د المپيک دملي کميټې دبايسکل ځغلولو دفدراسيون رييس محمد صادق صادقي دباختر آژانس خبريال ته وويل: د دغو تمرينونو هدف د دغې ورزشي څانګې له نويو لارو چارو او چلندونو سره بلدتيا او د ورزشکارانو د بدني ظرفيت لوړول دي .
د خبرځاى د څرګندونو له مخې : دغه تمرينونه د شلو ورځو لپاره د پاکستان په اسلام آباد ښارکې ترسره کيږي .
په پاى کې ټاکل شوې ده د هيواد د بايسکل ځغلولو د نجونو ملي ټيم د پاکستان دنجونو دبايسکل ځغلولو له ټيم سره دوستانه لوبه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته