اقتصاد

د بامیان ولایتي شورا اداري ودانۍ رغنیزې چارې له ۸۰ سلنه واوښتې

کابل/ د چنګاښ ۲۳مه / باختر

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ثبات ټینګښت ملي برنامې له لارې د بامیان ولایتي شورا اداري ودانۍ رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړې کړې او په نېږدې راتلونکې کې به یې ګټې اخیستنې ته وسپاري.

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت معلوماتو له مخې؛ دا دوه پوړیزه اداري ودانۍ په ۳۳۰ متر مربع ځمکه کې چې ۸ کاري دفترونه، ۱ پخلنځی، ۱ کنفرانس خونه، ۱ د معلوماتو خونه او ۹ معیاري تشنابونه لري د ۱۴ میلیونه او ۹۸۴ زره افغانیو په ارزښت جوړوي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ثبات ټینګښت ملي برنامې له لارې د ټولګټو پروژو په عملي کولو د هېواد په کچه سیمه اییزه حکومتولي پیاوړې کړې او همداراز خلکو ته د اساسي خدماتو وړاندې کولو کچه لوړوي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته