خبرونهاقتصاد

د بامیانو په قشقه دښته کې صنعتي پارک جوړېږي

کابل، د وږي ۳مه، باختر
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي بامیانو ته د خپل سفر په بهیر کې، د دغه ولایت په قرغنتو او قشقه دښتو کې د صنعتي پارکونو له ځمکو لیدنه کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نورالدین عزیزي، قشقه دښته د صنعتي او تولیدي فابریکو لپاره مناسب ځای بللی او په بامیانو کې یې د دغه وزارت اړونده مسئولینو ته لارښوونه کړې چې په دې دښته کې د صنعتي پارک د جوړېدو موضوع دې تعقیب کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست همدا رنګه، د بامیانو له والي مولوي عبدالله سرحدي او د دغه ولایت له سیمه ییزو مسئولینو سره په کتنه کې، له لسو څخه تر پنځوس جریبه ځمکه کې د یوه سوداګریز کمپلکس پر جوړېدو خبرې کړې او د لاسي صنایعو لپاره یې د څلورو سیمه ییزو بازارونو جوړوونکي ستایلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته