د بامیانو مواصلاتي لار د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه
کابل، د کب ۲۴ مه، باختر
د بامیانو د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت هغه مواصلاتي لارې چې د واورو او توپانونو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې وې نن د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې.
د باميانو د ټولګټو چارو رییس انجنیرحفیظ الله نعمتي د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د باميانو – کابل مواصلاتي لار د حاجي ګک او شاتو کوتل څخه چې پنجاب د نمبر یک يکاولنګ ولسوالۍ سره نښلوي، نن د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه.