خبرونهاقتصاد

د بامیانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست لپاره نوې ودانۍ پرانیستل شوه

کابل، د غبرګولي ۱۶ مه، باختر

د بامیانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست لپاره نوې ودانۍ د یوشمېر دولتي مسوولینو، همکارو موسسوو، سپین ږېرو او ځوانانو په شتون کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

د بامیانو والي د دفتر رییس مولوي طلحه د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د افغانستان د اسلامي نظام ترچترلاندې خلک په ډاډمن امنیت کې ژوند کوي او هېڅ ډول امنیتي اندېښنه نه لري او ټولو همکارو موسسې باید هڅه وکړي چې په یاد ولایت کې پرمختیايي او بنسټیزې پروژې پلې کړي.

په ورته وخت کې د بامیانو د صنعت او سوداګرۍ رییس حافظ نورزي امین زاده د یاد ریاست د نوې اداري ودانۍ د پرانیستلو په مراسمو کې د دغه ریاست د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او خلکو او ځوانانو ته د خدمت او د کار زمینې د رامنځته کولو په برخه کې یې د هڅو ډاډ هم ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته