خبرونهفرهنګټولنه

د بامیانو د شش پل تاریخي کاروان سرای بیارغول کېږي

کابل، د غوایی ۲۶ مه، باختر
د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د شش پل تاریخي کاروان سرای د پیاوړتیا او بیا رغونې مقدماتي چارې پیل شوې دي.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي صفي الله راید د یادې پروژې د پیل په مراسمو کې د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د شش پل تاریخي کاروان سرای د یونسکو د ( کلتوري او فرهنګي اثارو نړیوالې ادارې) په مالي ملاتړ د ۳.۵ میلیونه ډالرو په لګښت د پیاوړتیا او بیارغولو مقدماتي چارې پیل شوې دي.
نوموړي د یونسکو سازمان له مسوولینو غوښتي چې په خپلو کارونو کې دې کیفیت ته لومړیتوب ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې نن د یادې پروژې لومړني کارونه پیل او اساسي کارونه به یې د شاندارو مراسمو په ترڅ کې پیل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته