سیاستخبرونهټولنه

د بامیانو د خلکو ستونزې حل کېږي

کابل، د غبرګولي ۳۰ مه، باختر

مولوي سلطان محمد مفکر د کورنیو چارو وزارت د یو پلاوي په مشرۍ د بامیانو ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت عمومي حالت یې وڅېړه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه پلاوي له رسنیو سره په خبرو کې بامیانو ولایت ته د خپل سفر هدف د دغه ولایت د عمومي په تېره بیا د امنیتي حالت څېړنه وبلله او څرګنده یې کړه چې دغه پلاوی به د بامیانو د عمومي حالت د څېړنې په ترڅ کې د خلکو له بېلا بېلو قشرونو سره هم وګوري او د امنیت د تامینولو په برخه کې به د هغوی ستونزې او پېښنهادونه هم واوري او حل لارې به ورته ولټوي.

مولوي سلطان محمد مفکر له اسلامي امارت څخه د بامیانو د خلکو له ملاتړ هر کلی وکړ او زیاته یې کړه، هڅې کوي چې د دغه ولایت د خلکو ستونزې او پېښنهادونه مرکزي حکومت ته ورسوي چې د دوی د ستونزو د حل کولو او د پېښنهادونو د عملي کولو لپاره تدبیرونه ونیول شي.

هغه وویل، ټاکل شوې ده د کورنیو چارو وزارت دغه لوړ رتبه پلاوی د سرتېرو د بایمتریک او د لیکو د تصفیې بهیر په جدیت سره تعقیب کړي او فاسد او نا مطلوب کسان د اسلامي امارت د ځواکونو له لیکو وباسي.

ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته