د بامیانو او فراه ښاروالیو د روان کال په درېیمه ربعه کې څه باندې ۸۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د مرغومي ۱۸مه، باختر
د بامیانو او فراه ښاروالیو د درېیمې ربعې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه ځانګړې ناستې ترسره شوي، چې په کې د دې ادارو د عوایدو راټولولو، لګښتونو، او پرمختیايي پروژو راپورونه وړاندې شوي دي.
په بامیانو کې د درېیمې ربعې راپور د شریکولو غونډه د ښاروال مولوي روزي محمد افکار په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د ولایت مقام استازو، د ګذر وکیلانو، د انکشافي شوراګانو مشرانو او ګڼ شمېر ولسي وګړو په کې ګډون کړی و.
د بامیانو ښاروال مولوي افکار د ناستې موخه د معلوماتو شریکول، د ښار ستونزو ته حللارې وړاندې کول او د ښاروالۍ د کړنو په اړه ولس ته وضاحت ورکول یاد کړل.
ورته وخت کې د بامیانو ښاروالۍ د مالي او اداري مدیر علي ارمان وویل، چې د بامیانو ښاروالۍ د روان کال په درېیمه ربعه کې له ثابتو او غیر ثابتو عوایدو څخه ۴۰ میلیونه افغانۍ راټولې کړې دي، چې له دې څخه ۱۴.۲ میلیونه افغانۍ د دغه ښار په پراختیا مصرف شوې دي.
د یادې ادارې د انجینرۍ مدیر کاظم آرمان وویل چې د روان کال په جریان کې د بامیانو ښار په څلورو ناحیو کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۰ پرمختیایي او زیربنایي پروژې پلې شوې دي.
همدارنګه د فراه ښاروالۍ د درېیمې ربعې د حساب ورکونې غونډه د مرستیال والي مولوي عبدالکریم جهادیار او ښاروال مفتي سردار محمد مرصاد په مشرۍ ترسره شوه.
د فراه د ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مدیر میوند حبیبي وویل چې فراه ښاروالۍ په درېیمه ربعه کې ۴۱.۷ میلیونه افغانۍ ثابت او غیر ثابت عواید راټول کړي دي.
نوموړي زیاته کړه چې په همدې موده کې د ۳۹ میلیونه افغانیو په لګښت د فراه ښار په بېلابېلو برخو کې لویې او وړې پراختیايي پروژې عملي شوې دي.
د بامیانو او فراه ښاروالیو راپورونه دا څرګندوي چې دواړه ادارې په خپلو سیمو کې د عوایدو راټولولو، پرمختیایي پروژو پلي کولو، او ښاري خدماتو وړاندې کولو په برخو کې له خلکو سره ښې اړیکې جوړې کړې دي او د ولس د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ګامونه اخلي.