د باميانو په اشپشته کې جګړه دوام لري

کابل / د غبرګولي ٢۶مه / باختر

د باميانو والي وايي چې د دغه ولايت په کهمرد ولسوالۍ کې له تېرې شپې راپدېخوا د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه دوام لري.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د باميانو والي سيد انور رحمتي نن په يوه خبري غونډه کې رسنيو ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه ناوخته د باميانو د کهمرد ولسوالۍ په اشپشته ساحه کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو او سنګرونو بريدونه وکړل  چې د دواړو لورو ترمنځ لا هم جګړه دوام لري.

د باميانو والي وويل چې د شېبر لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوي ولسوال شمس الحق ټپى شوى دى. په دغو جګړو کې وسله والو طالبانو ته د سر زيان اوښتى دى، خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى.

رحمتي وويل چې دغه ساحه د امنيتي او دفاعي ځواکونو تر ادارې لاندې ده او طالبانو د افغان ځواکونو له خوا کلابند شوي دي.

هغه زياته کړه چې يو زيات شمېر ولسي پاڅون کوونکي په ساحه کې شته او نور پاڅون کوونکي د باميانو له بېلابېلو سيمو څخه يوځاى شوي دي چې د دښمن پر وړاندې د خپل ولايت او خلکو دفاع وکړي.

ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته