ټولنه

د باميانو والي د اشر په کارکې ګډون وکړ

_ باميان/ باختر دزمري دمياشتې ٢٢ مه :
د باميانو والي پرون د دغه ولايت په (قرغنه تو) کې د اشر کار ترسره کړ.
قرغنه تو د طبيعي منظرو لرونکې سيمه ده چې سيلانيان له هغه څخه               ليدنه کوي.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د قرغنه تو طبيعي ساحه ښکلي منظرې او ښه هوا لري چې د اميربند د سړک په تګلوري کې موقعيت لري او د باميانو له مرکز څخه  څه ناڅه څلويښت کيلومتره  واټن لري چې زياتره سيلانيان دامير بند دملي پارک له کتنې وروسته دغه ساحه هم ګوري .
د باميانو والي محمدظاهر زهير او ملګري ټيم يې د ولسي تړون د پروګرام د پرانستلو په خاطر د ورس او پنجاب ولسواليو له سفرڅخه د بېرته ستنيدو په وخت کې د (قرغنه تو) د پاکولو اشر يې هم ترسره کړ او د سيمې خلکو ته يې لارښوونه وکړه چې د خپلو سيمو د ښکلو منظرو په پاک ساتلوکې هلې ځلې وکړي.
په دې اشرکې د باميانو والي محمدظاهر  زهير، د ملي امنيت رئيس جنرال حيات الله روستازده، د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رئيس  انجينر محمدرضا پيمان، د باميانو د ولايتي شورا غړو حسن اسدي او محمد محمودي، د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سرپرست سيد احمد حسين احمدپور، خبريالانو او يوشمېر سرتيرو او د سيمې اوسيدونکو ګډون کړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته