امنیت

د باميانو له جيل څخه شپږ طالبان بنديان خوشي کيدل

 کابل / د زمري ١١مه/ باختر
د طالبانو د ډلې شپږ غړي پرون د باميانوله جيل څخه آزاد شول.
د باختراژانس د خبرله مخې: دغه بنديان په هېواد کې د دايمي سولې اوثبات د تامينولو ، د اوربند د رعايتولو، د ښه نيت د ښودلو او د لوي اخترد رارسيدو له امله د سلو طالبانو د خوشي کولو په  اړوند د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس د فرمان له مخې ، د باميانو له جيل څخه آزاد شول.
د باميانو والي سيدانور رحمتي. د دغو بنديانو د خوشي کيدو په وخت کې هغوى ته د خوښۍ او سوله ييز ژوند غوښتنه وکړه ويې ويل:  تاسې نن د سولې د خبرو اتروله برکته خوشي کيږئ  او له هغوې څخه يې وغوښتل تاسې هريو بايد په خپلو کليو او بانډو  کې د سولې د سفيرپه توګه و اوسي.
د باميانو والي هيله څرګنده کړه چې يوه ورځ د افغانستان ټول خلک د سولې په رڼا کې يو د بل ترڅنګ ژوند وکړي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته