روغتیا

د باميانو روغتون ته طبي وسايل وسپارل شول

کابل-باختر د کب دمياشتې ٢٥
د يونيسف موسسې له خوا نن ٢٣ قلمه طبي وسايل د باميانو ولايتي روغتون ته وسپارل شول.
د يونيسف موسسې د مرکزي رياست مرستيال د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغو طبي وسايلو ارزښت ٢٠٠ زره امريکايي ډالره کيږي چې د باميانو ولايت د مرکز او د پنجاب، ورث او د يکاولنګ د ولسواليو په روغتونونو ويشل شو ي دي.
د يادونې وړ ده چې تېرکال هم د ١٧٥ زرو ډالرو په ارزښت طبي وسايل د يونيسف ادارې له خوا د باميانو ولايت روغتونته سپارل شوي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته