ټولنه

د باميانو د څلورمې ناحيې نوې ودانۍ جوړېږي

ګردیز/باختر/ د چنګاښ ۵ مه
د باميانو د څلورمې ناحيې د اداري ودانۍ د جوړولو کار پرون پيل شو.
د باميانو د ملکيتونو او سکټوري مالونو مديريت سرپرست محمد جواد نوري د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه ودانۍ په ١٢٠ مربع متره ځمکه کې د ملګرو ملتو له پرمختيايي بودجې څخه د څه دپاسه يو ميليونو ۶۰۰ زره افغانيو په لګښت په پاخه او اساسي ډول په څلورو مياشتوکې جوړېږي او په کې درې اداري خونې او د کنفرانس يو سالون له ملحقاتو سره يې په پام کې نيول شوي دي.
  ختم- شکريه- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته