کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٠ :
د باميانو د ولايتي شورا د دوو تنو نوماندانو په لسګونو تنو پلويانو د انتخاباتو د کميسيون د دفتر په وړاندې غونډه وکړه.
د باميانو د انتخاباتو د کميسيون رييس محمدرسول د باخترآژانس خبريال ته وويل: دباميانو د دوو تنو نوماندانو دوست محمد رحماني او رازمحمد په لسګونو تنو پلويانو د باميانو د انتخاباتو د کميسيون په وړاندې اعتراض وکړ او د دوى د رايو د بياشمېرلو غوښتنه وکړه .
يوه اړونده خبرځاى وويل: تراوسه پورې وروستۍ نتيجې نه دې اعلام شوې، خو ستاسو اعتراض په کابل کې د انتخاباتو له مرکزي دفتر سره طرحه کوو او ستاسو د ستونزې د حل کولو غوښتنه کوو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ