د باميانو د دولتي ادارو په تشو بستونوکې د شموليت ازموينه واخيستل شوه .

کابل باختر د وري  دويمه :
په  باميانوولايت کې کابو پنځه زره  تنو داوطلبانو پرون د دغه ولايت د دولتي ادارو په تشو بستونوکې د شموليت لپاره ازموينه ورکړه .
د باختر اژانس د خبريال دخبرله مخې ، په دې ازموينه کې چې له کابل څخه له استول شوي هيئت او د باميانو ولايت د مسوولانو په شتون واخيستل شوه د باميانو والي محمد طاهر  زهير  وويل هغه کسان چې په دې ازموينه کې يې ګډون کړى دى ،دوى دې ډاډمن اوسي چې دغه بهير شفاف دى او په هغه کې هيڅ راز سياسي ، قومي او سمتي لاسوهنې ځاى نه لري .
دباميانو ولايت داداري اصلاحاتو او دملکي خدمتونو  داداري مسوول سيد رحمت الله هنون وويل چې په دې ازموينه کې پنځه زره  تنو داوطلبو  نجونو اوهلکانو ددولتي ادارو ددرې سوه تشو بستونو دترلاسه کولو لپاره چې دښوونکو بستونه هم پکې شامل دي ګډون کړى وو .   ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته