د باميانو د بډاى تاريخ او فرهنګ د معرفي کولوپه اړوند د آثارو پرانستل
کابل باختر دوږي دمياشتې ٦ :
د لرغوني باميان د فرهنګ، تاريخ او جغرافيې د معرفي کولو په باب څلور آثاره پرانستل شول.
دغه اثار د وريښمو دلارې او د سارک د غړو هېوادونو د هنرمندانو د جشنوارې د ترسره کولوپه باب د سيمه ييزو مقاماتو، بهرنيو ميلمنو او د افغانستان د فرهنګيانو په ګډون په يوه غونډه کې پرانستل شول .
دغه آثار د باميانو د فرهنګ، تاريخ او جغرافيې د معرفي کولو په باب ليکل شوي دي . په دغو آثاروکې يو هم د باميانو په باب د استاد خليل کوهي څيړنه ده.
د باميانو والي محمدطاهر زهير د دغو آثارو د پرانستلو په مراسموکې د دغه لرغوني ښار فرهنګيانو او د پوهنتون استادانو ته د دغو مهمو آثارو د رامنځته کولو له امله مبارکي وويله او موجود شرايط يې د تاريخ او فرهنګ د ليکلو لپاره ښه فرصت وباله.
په دغو مراسموکې د پوهنتون يوشمېر استادانو هم د باميانو د فرهنګ، تاريخ او جغرافيې د معرفي کولو د آثارو په باب خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس د وريښمو د لارې او د سارک د غړو هېوادونو د هنرمندانو جشن د دغه سازمان دغړو هېوادونو دسلګونو تنو ميلمنو، هنرمندانو او استازو او دغه راز د افغانستان د مقاماتو او فرهنګيانو په ګډون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همکارۍ په باميانوکې دوام لري.