امنیت

د بالا بلوک ولسوالۍ څوکلي د طالبانو له شتون څخه پاک شول

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٤
دفراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ په شيوان کلي کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په دوام څوکلي د طالبانو له شتون څخه پاک شول .
په لويديځ کې د ملي اردو د ځواکونو وياند عبدالرووف رحماني دباختر آژانس خبريال ته وويل: د ملي اردو د ځواکونو په هغو عملياتوکې چې په بالابلوک ولسوالۍ کې ترسره شول؛ څو کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: دغه عمليات چې له څو ورځو راپه دې خوا په بالابلوک ولسوالۍ کې پيل شوي دي؛١٧ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ١٤ تنه نوريې ټپيان شوي دي .
د رحماني دڅرګندونو له مخې: دغه راز د دغو عملياتو په بهير کې دملي اردو دوه تنه سرتيري شهيدان او پنځه تنه نوريې ټپيان شوي دي .
دغه عمليات د تروريستانو له شتون څخه د بالابلوک ولسوالۍ تر بشپړ پاکولو پورې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته