کابل / باختر د تلې دمياشتې ٢٢ :
وسله والـــــو مخالفينو د فــــــراه ولايت د بالا بلوک ولسوالۍ د نيولو په باب له
درواغو ډکو تبليغاتو او پروپا ګندو څخه کار اخيستى دى چې ددغې ولسوالۍ د منسوبينو له خوا رد شوه.
دبالا بلوک ولسوال ملا سيدمحمد دباخترآژانس خبريال ته وويل : چې زه اوس ددغې ولسوالۍ په ګنج آباد سيمه کې په خدمت بوخت يم يوازې دګراني دکلي په ا منيتي پوستې وسله والو مخالفينو وحشيانه يرغل وکړ چې دسيمې دخلکو او امنيتي ځواکونوله خوا د دوى بريد په شا وتمبول شو چې ادعا له زنګ وهلو پروپاګندو څخه سرچينه اخيستې ده او واقعيت نلري.
1 د یوې دقیقې څخه لږ