ټولنه

د بازارک له ښاروالۍ سره د زمري د پنځو مجسمو مرسته وشوه

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٥
يو افغان سوداګر د بازارک له ښاروالۍ سره د زمري د پنځو مجسمو مرسته وکړه.
دغه مجسمې چې د ډبرو پرمخ کښلې شوې دي؛ د ديرشو زرو ډالرو په بيه له ايران څخه پيرودل شوې دي.
د پنجشير د بازارک ښاروال محمد ثنا پناه د باخترآژانس خبريال ته وويل: د زمري دغه مجسمې د دغه ولايت د سوداګر محمد عثمان له خوا له دغې ښاروالۍ سره مرسته شوې ده چې نن په رسمي ډول د دغه ولايت د مرکز بازارک ښارپه څلور لارې کې ودرولې شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته