امنیت

د بادغیس پر امنیې قوماندانۍ د یرغلګرو د ځپلو لپاره هڅې

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٢مه
امنیتي مامورین وايي چې د بادغیس پر امنيې قوماندانۍ د يرغلګرو له جملې څخه دوه تنه يې وژل شوي دي.
درېيو ځانمرګو یرغلګرو نن غرمه په قلعه نوښار کې په یوه هوټل کې د بادغیس پر امنیې قوماندانۍ برید وکړ.
د بادغیس د والي ویاند نجیب دادفر باختر آژانس ته وویل چې دوه یرغلګر د پوځیانو په ډزوکې وژل شوي او درېیم يې هم په کلابندۍ کې دی.
هغه له یرغلګرو سره په نښته کې د قلعه نو د درېيمې حوزې د آمر یوسف اخګر وژل کېدل تایید کړل.
د رارسیدلو رپوټونو له مخې: څو ملکیان او مسافران چې په هوټل کې ننوتلي وو؛ ګیر پاتي دي.
جزئیات وروسته خپرېږي.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته