امنیت

د بادغیس پر امنيې قوماندانۍ د طالبانو برید

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٢مه
یوشمېر وسله والو طالبانو نن د بادغیس په مرکزقلعه نو کې په یوه هوټل کې په ځای پرځای کېدو سره د دغه ولايت پر امنیې قوماندانۍ برید وکړ.
د بادغیس د امنیې قوماندانۍ سرپرست شرف الدین چمتو باختر آژانس ته وویل چې پوليس هلې ځلې کوي چې يرغلګر چې درې کسان دي؛ وځپي.
تر اوسه پورې د پېښې د وژل شویو او ټپیان شمېر معلوم نه دی.
نورجزئیات وروسته خپرېږي.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته