امنیت

د بادغيس ولايت په يوه پخواني قاضي په هرات ښارکې بريد وشو او ټپي شو

کابل  باختر دمرغومي دمياشتې  ١٤ :
په بادغيس ولايت کې د يوې محکمې  پخوانى قاضي په هرات ښارکې د ناپيژاندو وسله والو کسانو په بريدکې سخت ټپي شو.
په قاضي اسماعيل نن له غرمې وروسته د هرات ښار په آباد ساحه کې دڅو تنو وسله والو موټر سايکل سپرو له خوا ډزې وشوې او ټپي شو.
د هرات ولايت يوه امنيتي مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل:
له د دغه متقاعد قاضي د ناکام ترور د عاملينو د پيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي .
په همدي حال کې د هرات ښار په روغتون کې ډاکترانو ددغه قاضي روغتيايي حالت خراب وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته