د بادغيس ولايت يو شمېر مشرانو او مخوروله محمدکريم خليلي سره وکتل
کابل باخترد ثور دمياشتې ١٤ :
دبادغيس ولايت يو شمېر مشرانو او مخورو نن له غرمې وروسته دجمهور رييس له مرستيال محمدکريم خليلي سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ولسي جرګه کې د بادغيس ولايت يوې وکيلې صفيې ايماق هم برخه لرله؛ دکتنې برخه والو په دغه ولايت کې د ناوړو امنيتي حالاتو له امله انديشنه څرګنده کړه او په دغه ولايت کې د ښه امنيت د تامينولو په لاره کې يې د دولت د مشرتابه هيئت د پاملرنې غوښتنه وکړه.
دغه راز دوى څرګنده کړه چې د بادغيس ولايت د حلقوي سړک د جوړولوکارهم د غورماچ د ساحې له خوا او هم د قيصار له لورې ځنډول شوى دى او له دې امله يې دبادغيس ولايت ته د هغه ارزښت ته په پام لرنې سره، ددغه سړک د جوړولو د کار پيل او ګړندي کولو غوښتنه وکړه.
دبادغيس ولايت مشرانو او سپين ږيرو ددغه ولايت په سيمه ييزو اداروکې د ملي مشارکت د نه شتون په نسبت نا خوښي څرګنده کړه او د بادغيس ولايت په ادارې او سياسي جوړښت کې يې دټولوقومونو په مشارکت باندې ټينګاروکړ.
دکتنې برخه والو دغه راز څرګنده کړه چې دغه ولايت د بريښنا له نعمت څخه بې برخې دى او د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت له ژمنو سره سره لا تراوسه پورې هم په دغه ولايت کې د څښاک د اوبو ستونزه نه ده حل شوې.
په دې کتنه کې د جمهور رييس مرستيال محمدکريم خليلي له برخه والوسره د کتنې له امله د خوښۍ د څرګندولوپه ترڅ کې د هغوى د ستونزو د څيړنې او حل کولو ډاډ ورکړ.
دجمهور رييس مرستيال ټينګاروکړ چې په وروستيوکلونوکې د دولت يو اساسي پروګرام د بنسټونو پراختيا او په تېره بيا د سړکونو جوړول دې په دې لاره کې د کابل_ غور_ هرات سړک اوهم د هيواد د حلقوي سړک د جوړولو په لاره کې ګټور ګامونه اخيستل شوي دي چې کيداى شي د هيواد د پراختيا او پرمختګ لپاره مساعدې زمينې برا برې کړي.
دجمهور رييس مرستيال څرګنده کړه چې د امنيت تامينول په هيوادکې د پرمختګ اوپراختيا لومړنى شرط دى او د امنيتي ستونزو او د نوروطرحه شويوستونزو دحل کولو په لاره کې به اړونده ارګانونه موظف کړي.