د بادغيس ولايت د سولې د شورا په رييس ناکامه بريد ترسره شو
کابل باخترد ثور دمياشتې ٢ :
د بادغيس ولايت د سولې د شورا رييس له يوه ناوړه قصدڅخه روغ رمټ پاتې شو.
د بادغيس د والي ويندوى شرف الدين مجيدي باخترآژانس ته وويل: د بادغيس ولايت د سولې د شورا رييس حاجي محمدسيلم پرون ددغه ولايت د قادس ولسوالۍ په ګلچين کلي کې کله يې چې د سولې پروګرام ته د هغوى د پيوستون لپاره د دولت له دوو مخالفو وسله والو ډلوسره خبرې کولې؛ ناپيژندل شويوکسانو ددغې ودانۍ ترشا چې هغوى پکې وو؛ د څولاسي بمونوپه غورځولوسره دغه خبرې ګډوډې کړې.
مجيدي څرگنده کړه چې په دې پيښه کې چاته زيان نه دى اوښتى او پوليسو هغه ځاى ته چې خبرې ترسره کيدې؛ د دښمن د افرادو د ننوتلو مخه ونيوله او د دښمن افراد له سيمې څخه په تيښتې بريالي شول.
په همدې حال کې د بادغيس د سولې د شورا رييس حاجي محمدسيلم باخترآژانس ته وويل: بريدکوونکو د پوليسو له جاموڅخه په استفادې سره هغې سيمې ته څيرمه ځان رسولي وو چې ده د سولې له پروګرام سره د هغوى د پيوستون لپاره يې د دولت د دوو وسله والو مخالفو ډلو خبرې وکړي.
د بادغيس پوليسو د بريدکوونکو د موندلو لپاره پلټنې پيل کړې دي.
ده وويل: دغه خبرې به ژر د دويم ځل لپاره په دې ساحه کې د دولت د سولې له دوو مخالفو ډلو سره پيلوي او هغوى ډېر ژر د سولې له پروګرام سره يوځاى کيږي.