اقتصاد

د بادامو د بڼونو وده او د محصو لاتو د بازار موندنې په باب بزګران روزل کيږي

کابل –باختر د وږي دمياشتې ١٥
د بادامو د بڼونو د ودې، د پلورنې د بازار ښه والى، بازار موندنې او د ميوه لرونکو ونو په تېره بيا د بادامو د کيفيت  د لوړولو د لارو چارو د زده کړې په خاطر يو ورځنى سيمينار پرون د سمنګانو ولايت په مرکز ايبکو ښارکې جوړ شو.
په دې يو ورځنى سيمينارکې د بادام د روزنې د څانګې مسوولينو د بادامو د بڼونو د محصولاتو د ودې او د ميوو د بڼونو د پراختيا په نسبت خوښي څرګنده کړه ويې ويل چې اوس د بادامو صادرات د تيرو کلونو په نسبت له اوولسو مليونو ډالرو څخه يو ديرشو مليونو ډالرو ته زيات شوي دي.
په دې سيمينارکې د غونډې د جوړولو مسوول جاويد حميد زاده د دغه سيمينار د جوړولو موخه د تجربو تبادله، د بڼوال او پانګه وال ترمنځ پيوند او د بازار موندل وبلل او ويې ويل: افغانستان د وچو ميوو په تېره بيا د بادامو په توليد صادراتوکې د ګاونډيو هېوادونو په نسبت اوچت لاس لري، خو د وروستيو دريو لسيزو نا امنيو له امله صادرات ډيرې ټيټې کچې ته رسيدلي و چې له نيکه مرغه په وروستۍ لسيزه کې د بادامو صادرات ښه شوي چې له اوولسو مليونو ډالرو څخه اوس يو ديرشو مليونو ډالرو ته رسيدلي دي.
دغه راز د شمال او شمال ختيځو ولايتونو بلخ، تخار، سمنګانو، بدخشان، کندز او بغلان د ولايتونو بڼوال او بزګران د بزګرانو او بڼوالو د ستونزو په باب د يو ورځنى سيمينار د جوړولو له امله خوښ دي او وايي چې دوى کولاى شي په دې سيمينارکې د بادامو د بڼونو، بازار موندنې او انډي کولو په باب خپلې تجربې تبادله کړي او د يو بل له تجربو څخه استفاده وکړي.
خو بڼوال خپلې ستونزې د امنيت نشتوالى، د مارکيټ بازار، د بازار موندنې نشتوالى، د معياري انډي کولو نشتوالى، د ونو د موسمي آفتونو او ناروغيو شتون او د خپلو محصولاتو د ساتنې لپاره د سترو زيرمو نشتوالى وباله او ويې ويل: د شمال او شمال ختيځو ولايتونو بڼوال باورلري، که چيرې دولت د دوى ستونزې وڅيړي؛ هغوى د بادامو د توليد له پلوه په خپلو پښو دريږي او دخپلو کورنيو په اقتصادي ودې سربېره بهرته هم صادرات کوي او نړيوال بازارونه به هم ونيسي.
دکرنيزو مسئلو کارپوه استاد مسعود هم د بادامو کمي او کيفي ودې او بهرته د هغو د صادراتو يادونه وکړه او ويې ويل: افغانستان يو وخت د آسيا د هېوادونو په نسبت د وچو او تازه ميوو په صادراتو په ډير لوړ مقام کې و چې په سلوکې څه دپاسه ٩٠ صادرات يې درلودل؛ خو اوس يې يو څه کمښت موندلى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته