خبرونهفرهنګټولنهTOP

د باختر اطلاعاتي اژانس یو شمېر کارکوونکي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مشرتابه له لوري وستایل شول

کابل، د سلواغې ۱۰مه، باختر

د باختر اطلاعاتي اژانس یو شمېر کارکوونکي نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري وستایل شول.

د اطلاعاتو او کلتور وزرات د نشراتو معینیت وارثي کوونکی او د یاد اژانس رئيس مولوي ضیاء الحق حقمل په یادو مراسمو کې وویل چې باختر اطلاعاتي اژانس دمګړۍ د خبر رسونې په برخه کې ښه موقف لري او د لا ښه والي په موخه يې کارکوونکي په معنوي ډالیو وستایل شول.

حقمل زیاته کړه، چې د کلتوري یرغل د مخنیوي په موخه لا زیاتو هڅو ته اړتیا ده او ملي رسنۍ باید په دې برخه کې خپل رول په ښه ډول ولوبوي.

په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزيزي په یادو مراسمو کې وویل چې باختر اژانس په نړیواله کچه د دقیقې او کره خبري سرچینې په توګه پېژندل شوی نوم دی او د فعالیتونو د لا پراختیا په موخه یې د وزارت له لوري هڅې روانې دي.

عزیزي همدارنګه وویل چې حکومتي رسنۍ په ځانګړي ډول باختر اژانس باید لا ډېرې هڅې وکړي، چې خبرونه په کره توګه په خپل وخت خپلو مخاطبانو ته ورسوي.

هېره دې نه وي، چې په دغو مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معینانو ترڅنګ د دغه وزارت اړوند د یو شمېر ریاستونو رئيسانو هم برخه اخیستې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته