د ایټالیا شارژدافیرې، له راستنېدونکو هېوادوالو سره د خپل هېواد د مرستو ډاډ ورکړ

 کابل، د لېندۍ ۲۵مه، باختر

په کابل کې د ایټالیا سفارت شارژدافیرې ناتالیا کوینتاویل، د اقتصاد وزارت له سرپرست او د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د مرستو د جلب او جذب كمېټې له مسئول قاري دین محمد حنیف سره په کتنه کې، له راستنېدونکو هېوادوالو سره د خپل هېواد د بشري مرستو ډاډ ورکړی دی.

د اقتصاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې د ايټاليا سفارت شارژدافيرې، د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د بشري او بېړنیو مرستو رسولو په برخه کې د خپل هېواد د چمتووالي ډاډ ورکړی دی.

تر دې وړاندې هم په کابل کې د ایټالیا سفارت شارژدافیرې، د عامې روغتیا وزارت له سرپرست ډاکټر قلندر عباد سره په کتنه کې؛ د اساسي روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته