خبرونهنړۍ

 د ایټالیا دفاع وزیر الوتکې بېړنۍ ناسته کړې

نړۍ، د غبرګولي ۲۶مه، بهرنۍ رسنۍ 

د روسیې سپوتنیک خبري اژانس د خبر له مخې د ایټالیا د دفاع وزیر ګویدو کروستو لېږدونکې الوتکې، چې له بروکسېل څخه روم ته یې پرواز درلود، د روم په چامپینو پوځي هوایي ډګر کې بېړنۍ ناسته کړې.

د معلوماتو له مخې پیلوټانو هغه مهال د الوتکې د بېړنۍ ناستې پرېکړه وکړه، چې د مسافرو د بار اېښودلو ځانګړي ځای کې دود ولیدل شو.

د ایټالیا دفاع وزیر د پرون جمعې او وړمې ورځې د ناټو د دفاع وزیرانو په ناسته کې د ګډون په موخه بروکسېل ته سفر کړی و.

د یادونې وړ ده، چې وروستیو کې د نړۍ د مهمو چارواکو د الوتکو د بېړنیو ناستو او نسکورېدو پېښې زیاتې شوي، چې په لړ کې یې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي او د مالاوي مرستیال ولسمشر په جلا پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او دغه راز موده وړاندې د ارمنستان د لومړي وزیر لېږدونکې الوتکې هم بېړنۍ ناسته کړې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته