خبرونهنړۍ

د ایران ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو نوملیکنه پیل شوه

نړۍ، د غبرګولي ۱۰ مه، بهرنۍ رسنۍ

د ایران په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون کوونکو نوماندانو د نوملیکنې لړۍ نن پنجشنبې پیل او د جوزا د میاشتې تر ۱۴ مې نېټې پورې به دوام وکړي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه لړۍ به د پنځو ورځو لپاره د سهار له ۸ بجو د مازیګر تر شپږو بجو دوام کوي.

دغو ټاکنو کې ګډون کوونکي نوماندان باید لوړې زده کړې ولري، عمر یې د ۴۰ او ۷۵ کلونو منځ کې وي او دغه راز ۴ کاله یې باید د ایران په یوه لوړ رتبه دولتي څوکۍ کار کړی وي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د تهران په وخت د نن تر لسو بجو شاوخوا ۲۵ کسانو د نوملیکنې لپاره  د ټاکنو کمېسیون ته مراجعه کړې، خو د شرایطو د نه درلودلو له امله د نوماندۍ اجازه نه ده ورکړل شوې.

 دغه ټاکنې د پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي تر مړینې وروسته له اصلي وخت وړاندې د را روانې جون میاشتې په ۲۸ مه ترسره کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته