د ایران له زاهدان بندخونې لسګونه افغان بندیان آزاد او هېواد ته راستانه شول

کابل، د مرغومې ۴مه، باختر

په نیمروز کې د بهرنیو چارو وزارت استازولۍ مسوولین د ایران د زاهدان له له الغدیر بندخونې څخه د ۵۲ افغان بندیانو د خوشې کېدو او هېواد ته یې د راستېدو خبر ورکوي.

په دغه ولایت کې د بهرنیو چارو وزارت استازولۍ رئیس، مولوي یارمحمد حقیار وایي، په تهران کې د افغانستان د سفارت او د ايران هېواد په زاهدان کې د افغان کونسلګرۍ د مسؤولینو د هڅو په پایله کې، په یوولسم پړاو کې ۵۲ تنه افغان بندیان، چې د قانوني اسنادو د نه درلودلو له امله، څه موده وړاندي نیول شوي وو، آزاد او نن د غرمې وروسته، د ورېښمو له لارې هېواد ته راستانه او موږ ته وسپارل شول.

حقیار همداراز زیاته کړه چې تېره اوونۍ هم په لسم پړاو کې ۲۰۰ تنه بندیان خوشې شوي وو.

د يادونې وړ ده، چې په تېرو څو میاشتو کې ۶۸۰  تنه بندیان په لسو پړاوونو کې خوشې شوي او د نیمروز ولایت مسوولینو ته سپارل شوي دي‌.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته