خبرونهنړۍ

د ایران د ولسمشریزو ټاکنو شپږ نوماندان معلوم شول

نړۍ، د غبرګولي ۲۱ مه، بهرنۍ رسنۍ

محمد باقر قالیباف، علیرضا زاکاني، مصطفی پور محمدي، امیر حسین قاضي زاده هاشمي، سعید جلیلي او مسعود پزشکان هغه شپږ کسان دي، چې د ایران ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندان دي.

د ایران د ټاکنو اداره وایي، دغه نوماندان کولی شي سر له نن دوشنبې د چنګاښ تر اوومې نېټې د ۱۸ ورځو لپاره ټاکنیز تبلیغات ترسره کړي.

د ایران ولسمشریزې ټاکنې تر وخت مخکې د پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي د مړینې له امله د چنګاښ د میاشتې پر اتمه نېټه پلان شوې دي.

د کمپاین پر مهال د نوماندانو ترمنځ پنځه مناظرې په پام کې نیول شوي او دغه راز د ایران په مختلفو ښارونو کې لویې او وړې غونډې د ځانګړي مهالوېش له مخې پلان شوي، چې نوماندان به په کې خپل کاري پلانونه تر ایرانیانو ورسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته