د ایران د حکومت چارې نوي ولسمشر ته وسپارل شوې

نړۍ، د غوايي ۳۱ مه، بهرنۍ رسنۍ

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي د مړه شوي پخواني ولسمشر ابراهیم ریسي لومړي مرستیال محمد مخبر د ولسمشر په توګه اعلان کړی.

د شورای نګهبان ویاند ویلي، چې د هېواد د کورني او بهرني سیاست په اړه مهم موضوعات له نوي ولسمشر سره شریک شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو پخوانی وزیر جواد ظریف وایي چې دغه پېښه کې امریکا هم لاس لري، ځکه د دغه هېواد بندیزونه د دې لامل شوي، چې ایران نویو وسایلو ته له لاسرسي پاتې شي.

دغه راز د بهرنیو چارو وزارت چارې نوي وزیر علی باقري ته سپارل شوي، نوموړی مخکې تر دې د مړه شوي امیر حسین عبداللهیان مرستیال وه.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ډیپلوماتیکه دستګاه فعاله ده او دغه ډول پېښې یې چارې کمزورې کولی نه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته