د اکمال تخصص ریاست خبرتیا
![Announcement](https://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2022/04/announcement-720x470.jpeg)
کابل، د مرغومي ۱۸مه، باختر
ټولو هغو ډاکټرانو ته چې له تخصص څخه فارغ شوي او په ۱۴۰۲ کال کې یې د «Comprehensive» تحریري آزموینه په بریالیتوب سره پای ته رسولې او د آزموینې بل پړاو ته شامل کړل شوي؛ خو د ټرېنېنګ دورې نمرې یې تر اوسه د اکمال تخصص ریاست ته نه دي تسلیم کړې؛ خبر ورکول کېږي چې د دې خبرتیا له خپرېدو څخه تر یوې کاري اوونۍ پورې د خپل ټرېنېنګ فایلونه د اکمال تخصص ریاست ته راولېږي چې په عملي آزموینې کې شامل شي.