د اپریل ۴ مه د ماینونو د خطر په هکله د پوهاوي او ملاتړ نړیواله ورځ ونمانځل شوه

کابل، د وري ۱۶مه، باختر

د اپریل ۴ مه د ماینونو د خطر په هکله د پوهاوي او ملاتړ نړیواله ورځ نن پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له لوري د اسلامي امارت د یو شمېر لوړپوړو چارواکو په ګډون په پلازمېنه کابل کې ونمانځل شوه.

د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په دغه غونډه کې وویل چې نړۍ اوسمهال هغه افغان معلولين له پامه غورځولي، چې د جګړو او چاودېدونکو توکو له کبله يې د بدن يوه برخه له لاسه ورکړې.

نوموړي زیاته کړه، چې که څه هم اسلامي امارت له معلولینو سره د مرستې په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي، خو له اړوندو نړيوالو بنسټونو څخه هم غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې مرسته وکړي.

په ورته وخت کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ماينونو د تطهير او انسجام رئيس مولوي نورالدين رستم خېل وویل چې په ۲۰۲۳ زېږديز  کال کې په هېواد کې د پخوانيو ماينونو او چاودېدونکو توکو د چاودنو له کبله ۵۵۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، له دغې جملې څخه ۱۳۷ نارينه او ۳۷ ښځينه شهيدان شوي او همدارنګه ۳۱۱ نارينه او ۷۹ ښځينه ټپيان شوي دي.

رستم خېل همدارنګه وویل چې د روان ميلادي کال په لومړيو درېيو مياشتو کې د هېواد پر کچه د ماينونو او چاودېدونکو توکو د چاودنې ۶۱ پېښې رامنځته شوې، چې له کبله يې ۳۷ تنه هېوادوال شهيدان او ۷۱ نور ټپيان شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې د تېرو ۱۵ میاشتو په موده کې ۹۸ کیلو متره مربع ځمکه له ماینونو او چاودېدونکو توکو څخه پاکه شوې ده.

په همدې حال کې د اوبو او انرژۍ وزارت ستر سلاکار ډاکټر فاروق اعظم په یاده نمانځغونډه کې وویل چې ماينونه په افغانستان کې له ملکي وګړو په ځانګړي ډول ماشومانو څخه دوامداره قربانۍ اخلي او دا د نړيوالو زبر ځواکونو اخلاقي مسووليت دی، چې په افغانستان کې د دوی له لوري د ښخ شويو ماينونو د را اېستلو او شنډولو په برخه کې خپل مسووليت ادا کړي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت او په افغانستان کې د ماین پاکۍ موسسو د مالوماتو له مخې دمګړۍ په افغانستان کې د ۴۷۵ ښوونیز او ۲۳۰ روغتیايي بنسټونو ودانۍ د چاودېدونکو توکو د خطر د سیمو په یو کیلو مترۍ کې پرتې دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې لا هم د هېواد په ۲۶۲ ولسوالیو کې د ناچاوده توکو خطر موجود دی او په چاودېدونکو توکو څه باندې ۱۲۵۵ کیلو متره مربع ساحه د میلیونونه افغانانو ژوند ګواښي.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان په نړۍ کې د چاودېدونکو توکو د ملوثتیا تر ټولو لوړه کچه لري، چې په میلیونونو خلک يې اغېزمن کړي او ټولنیزو او اقتصادي فرصتونو ته د لاسرسي مخه یې ډب کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته