روم باختردميزان ١١ څه ناڅه شپيته تنه د ايټاليا جنوب ساحل ته څېرمه د يوې بيړۍ د ډوبيدو له امله ووژل شول. دغه بيړۍ مهاجرينو ليږدول چې غوښتل يې اروپا ته ورسيږي. د ايټاليا رسمي مقاماتو ويلي دي چې د ژغورنې عمليات دوام لري اوښايي د وژل شويو شميرزيات شي. دغه بيړۍ د افريقا له شمال څخه اروپا ته روانه وه او له ساحل سره يې څه ناڅه يو کيلومترواټن درلودچې پکې اور ولګيد اوچپه شوه . د ايټاليا ساحلي ګارد وايي: يوسلو درې شپيته تنه له اوبو څخه ايستل شوي دي خوتراوسه پورې لسګو نه تنه نور هم په اوبوکې دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ