تهران / بي بي سي نيوز/ باختر د چنګاښ اتمه :
د ايران د خوزستان او ايلام په ولايتونوکې د سانتي ګراد پنځوسو درجو ته د هوا د تودوخې د لوړيدو له امله د دغو ولايتونو په ځينوښارونوکې کاري ساعتونه کمښت موندلى دى .
د خوزستان ولايت په دولسو ښارونوکې د سانتي ګراد پنځوسو درجو ته د تودوخې رسيدل د دغه ولايت د بحران د مديريت عمومي ادارې د اداري کار پاى له غرمې وروسته يوه بجه اعلام کړه او د اور وژنې او روغتونونو پرته ټولې دولتي ادارې او بانکونه د کار د ساعتونو په کمښت کې شامل دي .
د خوزستان د هواپوهنې ادارې اټکل کړى دى چې د اهواز، آبادان، خرم شهر، شوش، ماه شهر،اميديه او څو ښارونوکې به د تودوخې درجه د سانتي ګراد په کچه له پنځوسوڅخه لوړه شي.
د ايلام ولايت مقاماتو هم په بېلابېلو ښارونوکې د رسمي کار پاى له غرمې وروسته دوه بجې اعلام کړى دى .
د همدې رپوټ له مخې: په دې وروستيو وختوکې په سيستان او بلوچستان ايالت کې هم سخته تودوخه زياتې ستونزې رامنځته کړې دي او د ايران کابينې پرون د نهو ولايتونو واليانو ته دغه واک ورکړ چې کاري ساعتونه او د ادارو فعاليتونه په خپله تشخيص او د هوا تودوخې ته په پاملرنې سره بدلون ورکړي.
په همدې حال کې د ايران په ځينو ښارونوکې د اوبو او بريښنا د بهير د بنديدو د ستونزې خبر هم ورکړ شوى دى .
0 1 دقیقه لوستل